IQNA

د لندن په ساتبیز پلورنځي کې د قرآن د کم موندونکي نسخې ریکارډ مات  کړی دی

8:11 - April 29, 2024
د خبر لمبر: 3489127
ایکنا -  د قرآن یوې خطي کم لیدونکي او موندونکی نسخې،د لندن په ساتبیز پلورنځي کې د خرڅیدا ریکارډ  مات کړی دی. له نولسمې میلادي پيړۍ سره اړونده دغه اثر کتابت د اول سلطان عبدالمجید په زمانې کې شوی دی.

ایکنانیوزډيلی صباح له قوله راپور راکړی ، د قرآن کریم یوه هغه نسخه چې  د لومړني عثماني سلطان عبدالمجید  دلور منیره سلطان په سفارش سره په لندن کې په ساتبیز پلورنځي کې په نیلام کې  وړاندې شوی ؤ ،په  یولک څوارلس زره درې سوه پونډه (تقریبایو لک څلورڅلویسټ زره ډالره) خرڅ شوی  او  د ؛ اسلامی نړۍ او هندی هنرونو په عنوان سره  ئې په دغه  نیلام کې یو ریکارډ  ثبت کړی دی.

په دغه نیلام کې نور ډير آثار هم خرڅ شوي دي. یو هغه قرآن چې  په ۱۸۶۰ کال کې د منیره سلطان په سفارش سره په ډير ماهرانه تذهیب سره جوړ شوی ،په بې مخینې  بیّې سره خرڅ شو. دغه اثر  چې  په عثماني امپراتورۍ کې  دروم  دټاټوبي  د اوسیدونکي  مشهور صوفي اوخطاط  ابراهیم حقي پهوسیله  لیکل شوی ؤ، له اویاؤزرو تر نوي زره پونډو په بیّې سره  وړاندې شوي ؤ چې په نهایت کې  په یو لک څوارلس زره  درې سوه پونډه  واخستل شو.

دغه اثر چې د د منیره سلطان د خاوند ابراهیم الهامی پاشا په سفارش  تولید شو،دترکیې   د هنر یوه ترټولو ښکلی نمونه حسابیږی چې  د اتلمسې پيړۍ  دهنر او په تیره بیا د عثماني نولسمې پیړۍ دهنر  ځانګړنې نندارې ته وړاندې کوي.  په دغه بولۍ کې  دعثمانی خطاطو پر مختلفو آثارو سربیره،  د نیک  کاشیانو،د وریښمو دلمانځه ځای یا مصلا، ګلیم،خنجر او څو جامونو او بالټیو په څير نور  شیان  په زرګونو پونډه خرڅ شوي  دي.

په نورو هغو آثارو کې چې په دغې بولۍ  اوپلورنځي کې خرڅ شوي دي،  د مصطفی رکیم په نامې سره د یوه خطاط  لیکل شوی له ۱۸۰۴ کال سره اړونده  یوه خطي نسخه  او  د محمد شهري په خط سره  له ۱۷۳۰ لسیزې سره اړنده دخوشنویسۍ  دتمرین یوه کابي  هم شامله ده.

https://iqna.ir/fa/news/4212617

 

captcha